د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کاپیسا او پنجشېر ولایتونو د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې سره د (۵) لکه، (۶۹) زره او (۴۸۷) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړل.
د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او روغتیا (AYEHO) مؤسسې رئيس محترم الله یار ابراهیمي ترمنځ لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیکونو پر اساس به د شهیدانو کورنیو، معلولیت لرونکو او د ټولنې نورو زیانمنو شویو کورنیو څخه (۱۴۰۵) تنه مستحقو کسانو لپاره د خیاطۍ، د برېښنايي وسایلو د کارونې، د لبنیاتو تولید، د خوراکي موادو ساتنې، د موبایل ترمیم او نورو برخو کې د مسلکي استادانو له لوري زدهکړې ورکړل شي، ترڅو یاد کسان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.
همداراز د دغو پروګرامونو فارغانو ته به د فراغت وروسته د خپلې اړوندې حرفې د کار د پیل لپاره لازم وسایل او امکانات هم برابر شي، تر څو وکولای شي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي.
د دې ترڅنګ، یو شمېر هغو زیانمن شوو ځوانانو ته چې د سواد له نعمت څخه محروم پاتې دي، زده کړه ئيزې برنامې په لاره واچول شي او دغه پروژه به د لسو میاشتو په موده کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.
