په غزني ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.
د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش د یادې مؤسسې له مسؤلینو مننه او قدرداني وکړه او په راتلونکي کې یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا زياتو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
