د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له استازو سره وکتل
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) له استازو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې د یونما دفتر له استازو سره شریکې کړې او په یاده برخه کې یې د خیریه مؤسسو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د یونما استازو هم ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د خپل مرکزي دفتر سره شریکې کړي او د شته ستونزو د حل په برخه کې به پوره هڅې وکړي