د څارنې او ارزونې پلاوي په کنړ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره کړه

asad_admin
Mon, Jul 28 2025 8:57 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ یو پلاوي د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د ولایتونو د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړي محترم خیبر شېرزاد په ملتیا  کنړ ولایت ته سفر وکړ، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر او ترسره شویو کړنو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت بهیر او همداراز هغوی ته د میاشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې پروسې څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه، شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه کړې او د حل په موخه یې د اړوند ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د څارنې او ارزونې پلاوي تر دې وړاندې د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له ترسره شویو کړنو او کاري بهیر څخه هم ارزونه ترسره کړې وه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS