د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Jun 17 2025 9:14 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه چې په هغه کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د کارکوونکو د چارو ریاست د فعالیتونو او اجراآتو د انسجام او ښه والي په موخه د یوه جامع طرزالعمل د ترتیبولو په هکله خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د دې ډول طرزالعمل ترتیبول کولای شي د کارکوونکو فعالیتونه په منظم او مؤثر ډول رهبري کړي او د سپارل شوو دندو د لا ښه ترسره کولو زمینه برابره کړي.

همداراز د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د روزنیزو پروګرامونو فارغانو ته د تصدیق پاڼو د وېش، د بالمقطع کارکوونکو اړوند اسنادو د بشپړولو او د هغو بستونو لپاره چې عنوانونه یې بدل شوي، د دندو د لایحو ترتیبولو په اړه هم بحث وشو، د دې ترڅنګ، د مالیې محترم وزارت د لارښود پر اساس د (NTA) کارکوونکو د ګمارنې پروسې بشپړولو او د فتحې نه مخکې د مجاهدینو د خدمت مودې د فورمو تنظیمولو او د مؤظفې کمېټې څخه د تأیید د اخیستلو په هکله هم خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وشوه چې ټول یاد شوي موارد باید په دقت او لازمې همغږۍ سره تعقیب کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS