د شهيدانو او معلولينو چارو په وزارت کې د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم د لاښه والي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Jan 25 2025 3:27 PM
mmd

د ماليې وزارت څخه راغلي پلاوي د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بودیجې او مالي چارو له آمرینو سره، په آفمس (د افغانستان مالي مدیریت معلوماتي سیسټم) کې د نویو بدلونونو د راوستلو او د دې وزارت د مالي برخې کارکوونکو ته د روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر څرنګوالي مشورتي غونډه ترسره کړه.

یاد پلاوی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بودیجې او د مالي چارو له آمرینو څخه وغوښتل چې په آفمس سیسټم کې د نویو بدلونونو د تطبیق په برخه کې د مالیې وزارت له مسؤلینو سره بشپړه همکاري وکړي او خپل وړانديزونه او پوښتنې دې له اړوند مسؤلينو سره شریکې کړي.

همداراز، د مالیې وزارت پلاوي یادونه وکړه چې نوی آفمس سیسټم له نېکه مرغه، د مالیې وزارت اړوندو کارکوونکو لخوا جوړ شوی دی، تر دې مخکې، په مالیې وزارت کې د بهرنیو هیوادونو لخوا ډیزاین شوی آفمس سیسټم کارول کېده.

د یادونې وړ ده چې په آفمس سیسټم کې د نویو بدلونونو په پلي کيدو سره به، په مالي چارو کې د چټکتیا ترڅنګ لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS