په ننګرهار کې د یونسیف په مرسته د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په مناسبت د معلولینو ویلچري بسکېټبال سیالۍ ترسره شوه

mmd_admin
Thu, Oct 24 2019 11:48 AM
۱

په ننګرهار ولایت کې د یونسیف نړیوالې موسسې په مالي لګښت د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په مناسبت د معلولینو ویلچري بسکېټبال سیالۍ ترسره شوه

یاده مسابقه چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په انګړ کې د یادو لوبغاړو په میدان کې جوړه شوې وه چې په کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر محمد طیب معصوم، د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو سرتاسری شورا رئیس مسعود ساپی د یادې شورا غړو د یونسیف نړیوالې موسسې داخلي او خارجي استازو او ګڼ شمیر نورو موسساتو په کې ګډون کړی وو.

په پیل کې د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو آمر د یونسیف نړیوالې موسسې څخه مننه وکړه چې د معلولینو د ظرفیت لوړونې په برخه مرسته کوي او په راتلوونکي کې د لا نورو مرستو د همکارۍ هیله یې وکړه ښاغلي معصوم په خپلو خبرو کې وویل:
د پولیو ناروغۍ یو خطرناکه او وژونکې ناروغي ده او د مخنیوي لپاره یې د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه.

په پای کې د معلولینو د باسکیټبال لوبډلې هر لوبغاړي ته یو یو بیک او پنځه پنځه سوه افغانۍ ورکړل شوې.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS