د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لا ښه انسجام او د همغږۍ د پياوړتیا په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو برخو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لوري د رالېږل شوو تشکیلاتي طرحو، په راتلونکي مالي کال کې د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو د پیل او پلي کولو په موخه د میزانیې د تخصیص څرنګوالي او همداراز د کارکوونکو د سوانحو د معلوماتي سیستم د بشپړولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله مفصلې خبرې وکړې، د چارو د لا پرمختګ او ښه والي په موخه یې د کارکوونکو نظرونه او وړاندیزونه واوریدل او لازمې پریکړې یې وکړې.
