په کابل ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سیمه کې پر (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې په دې ترتیب هر مستحق یتیم ته (۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د یادو مرستو د وېش بهیر د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د شهیدانو چارو ریاست او د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د مؤسسې مسؤلینو په شتون کې په منظم ډول ترسره شو.
