شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نیمروز ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د یو میلیون (۵) لکه او زر افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې په نیمروز ولایت کې د یتیمانو او معلولینو (۹۵) کورنیو ته د لمریزې برېښنا د تولید په موخه سولرونه او نور اړوند وسایل ووېشل شي او هر مستحق به د (۱۵۸۰۰) افغانیو په ارزښت دغه وسایل ترلاسه کړي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک چې د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د قمر خیریه بنسټ د استازي محترم ریاض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو، د (۴۵) ورځو په موده کې به د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.
