د میدان وردک ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ترسره شوې کړنې او اجراآت بررسي شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي، محترم امید رحماني او محترم ادریس کریمي ملتیا کوله، میدان وردک ولایت ته یې سفر وکړ.
د کورنۍ پلټنې دغه پلاوي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په تېر مالي کال کې د مصرف شوې څرنګوالی، یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د تېرو پلاويو د سپارښتنو پلي کولو او همداراز د نورو برخو څخه په اړخیز ډول بررسي ترسره کړه، شته ستونزې او ننګونې په نښه او د ښې رسیدنې په موخه یې اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
