د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۱

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د روان مالي کال د دویمې ربعې د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې. په همدې موخه، اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وشوه چې نغدي مساعدتونه د اصولو او مقرراتو له مخې، په بشپړ شفافیت او دقت سره مستحقینو ته حواله کړي.

همداراز، په غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هغه شفاهي حکم د تطبیق په اړه هم بحث وشو چې د ځیرکو ټلیفونونو د نه کارونې په تړاو صادر شوی دی. له ټولو کارکوونکو وغوښتل شول چې یاد حکم په خپلو ورځنیو چارو او دندو کې په جدي او مسؤلانه توګه عملي کړي.

سربېره پر دې، د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د همغږۍ د پیاوړتیا، د کاري نظم د تأمین او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه اړوندو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳
Background image

رئیس جدید ریاست امور شهداء و معلولین ولایت هرات به کارمندان رسماً معرفی گردید

بر اساس حکم مقام عالی ریاست ‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان و به پیشنهاد و لزوم مقام محترم وزارت امور شهداء و معلولین، محترم مولوی میر احمد منیر به‌ عنوان رئیس جدید ریاست امور شهداء و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۰
Background image

رئیس امور شهداء و معلولین ولایت باغیس به ولسوالی‌های بالامرغاب و غورماچ سفر کرد

محترم مولوی عبدالحق حقانی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت باغیس به منظور بررسی وضعیت خانواده های شهداء و افراد دارای معلولیت و جویای احوال آنان به ولسوالی های بالا مرغاب و غورماچ آن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۴
Background image

رئیس جدید ریاست امور شهداء و معلولین ولایت نیمروز به کارمندان رسماً معرفی گردید

بر اساس حکم مقام عالی ریاست ‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان و به پیشنهاد و لزوم مقام محترم وزارت امور شهداء و معلولین، محترم قاری عبدالسلام به‌ عنوان رئیس جدید ریاست امور شهداء و. . .

BACK TO NEWS