په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق (۴۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه.
د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د ملي تجار له مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه او له نورو مرستندویه بنسټونو څخه یې هم وغوښتل چې د یتیمانو سره لا زیاتې مرستې ترسرهکړي، تر څو د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته ښه رسیدګي وشي.
