د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۳۱

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د توحید او تحلیل آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د یاد ریاست کارکوونکي محترم خیبر شېرزاد یې ملتیا کوله، د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د دې سفر اصلي موخه د سپارل شویو مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او په یاده برخه کې د شته ستونزو او ننګونو معلومول وو.

د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې، په پام کې ده چې د یادو موندنو د پایلو راپور به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱۱
Background image

جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت پنجشیر برگزار گردید

به منظور بهبود روند کاری و ارایه خدمات بهتر به خانواده های شهداء و افراد دارای معلولیت جلسه تحت ریاست محترم قاری عنایت الله مولوی زاده رئیس امور شهداء و معلولین ولایت پنجشیر تدویر یافت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۹
Background image

توزیع کمک ها به (۳۰) تن از افراد دارای معلولیت در ولایت سمنگان

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت سمنگان به هماهنگی ریاست آمادگی مبارزه با حوادث برای (۳۰) تن از افراد معلول مستحق کمک های را که شامل مواد غذایی و لوازم آشپزخانه می شد، به گونۀ شفاف و. . .

BACK TO NEWS