د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د لسو تنو یتیمانو لپاره د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۸:۵۶
mmd

یاد روزنیز پروګرام چې د (HAS) مؤسسې په مالي ملاتړ، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د فني او حرفوي زده کړو آمر محترم ګل احمد عثماني، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نشراتو آمر محترم مولوي محمد یعقوب او د یادې خیریه مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې پيل شو، په پام کې ده چې د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې به لسو تنو مستحقو یتیمانو ته د خیاطۍ حرفې په برخه کې زده کړې ورکړل شي.

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد د پروګرام په پرانیست غونډه کې د دې ډول پروګرامونو په لاره اچول یې د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بساینې په برخه کې خورا مهم وباله او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې او همداراز د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه یې مننه او قدرداني وکړه، د یادونې وړ ده څه موده وړاندې هم د یادې مؤسسې له لوري لسو تنو یتیمانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS