د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست یوه پلاوي په امام صاحب ولسوالۍ کې د یاد ریاست اړوند مدیریت له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره شوه

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي رحمت الله حقبین او د شهیدانو د محاسبې مدیر محترم عبدالرحمن دروېش یې ملتیا کوله، د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د یاد ریاست اړوند مدیریت له کاري بهیر څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د چارو د لاښه والي په موخه یې د یادې ولسوالۍ مسؤل ته لازمې لارښوونې وکړې.