د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې رئیس محترم حمیدالدین یلداش ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به، په کابل، ننګرهار، کاپیسا، تخار او لوګر ولایتونو کې زرو (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د روغتیا، خوراکي توکو وېش، د زده کړو د زمینې برابرولو او د اختر لپاره د جامو چمتو کولو په برخو کې خدمتونه وړاندې شي.
د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت شپږ لکه نه دیرش زره یو سل او دوه پنځوس (۶۳۹۱۵۲) امریکایي ډالره دی چې په پورتنېو ذکر شویو ولایتونو کې به د یوه کال په موده کې تطبیق شي.