د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Sun, Mar 31 2024 1:31 PM
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د امریکا مسلمانانو د زکات مؤسسې رئیس محترم حمیدالدین یلداش ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به، په کابل، ننګرهار، کاپیسا، تخار او لوګر ولایتونو کې زرو (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د روغتیا، خوراکي توکو وېش، د زده کړو د زمینې برابرولو او د اختر لپاره د جامو چمتو کولو په برخو کې خدمتونه وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت شپږ لکه نه دیرش زره یو سل او دوه پنځوس (۶۳۹۱۵۲) امریکایي ډالره دی چې په پورتنېو ذکر شویو ولایتونو کې به د یوه کال په موده کې تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS