د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې څلویښت (۴۰) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه وویشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د یوې خیريه مؤسسې سره په همغږۍ څلویښت (۴۰) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه وویشل. د یادو ویلچرونو د ویش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د څارنې او ارزونې ریاست استازو حضور درلود.
د یادولو وړ ده چې د ویلچرونو د توزیع سربیره هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.