د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۹:۱۲
mmd

د معرفي په دې غونډه کې د بامیانو ولایت د والي مرستیال محترم مولوي عزیز الله انس، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالخالق طلحه او همداراز د یاد ولایت ځینو مسؤلينو ګډون کړی وو.

محترم شاه ولي احمدي د ریاست الوزرأ د حکم پر بنسټ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او وړاندیز پر اساس د بامیانو ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست، د نوي رئیس په توګه د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي تغییر او تبدیلي په حکومتولۍ کې یو اصل وباله او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کول یو لوی مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه که چیرته د وزارت هر کارکوونکی په دې برخه کې بې پروایي او ناغیړي کوي د هغه څخه به خدای جل جلاله د قیامت په ورځ پوښتنه کوي.

 همداراز نوموړي زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو ځانګړې لایحه او کړنلاره لري چې د هغه پر بنسټ یاد وزارت هغوی لمړۍ ثبت او راجسټر او وروسته بیا هغوی ته میاشتني مساعدتونه ورکوي او د دې وزارت اړوند هر کارکوونکي او مسؤل ته پکار ده چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه د کاري پلان او دندو لایحو سره سم په اخلاص او ایماندارۍ پرمخ یوسي.

همدارازمحترم مولوي محمد موسی صدیقي د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو پخواني رئیس محترم علی خان احمدي له کوښښونو او هڅو څخه مننه وکړه، نوي رئیس ته یې د چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

 د معرفي په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره په (۱۴۰۲) مالي کال کې یو سل او اووه ویشت میلیونه (۱۲۷۰۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه چې له یادې بودیجې څخه نږدې یوسل او شپږمیلیونه (۱۰۶۰۰۰۰۰۰) افغانۍ مصرف شوي او که یاده بودیجه په سمه توګه مصرف شي په بامیانو ولایت کې به هیڅ مستحق له میاشتنې نغدي مساعدتونو څخه بی برخې پاتې نشي.

نوموړي همداراز وویل: د افغانستان اسلامي امارت په نړۍ کې یواځینی نظام دې چې د تیرې ادارې هغه نظامیان چې شل کاله د مجاهدینو سره په جګړه کې ښکیل وو او ډیری مجاهدین یې شهیدان کړي او ځينو مجاهدینو ته یې په زندانونو کې ډول ډول شکنجې ورکړي اسلامي امارت د هغوی پاتې شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته میاشتنې نغدي مرستې او مساعدتونه ورکوي.

محترم مفتي فیصل خاموش د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پخواني رئیس محترم علی خان احمدي له هلو ځلو څخه مننه وکړه او محترم شاه ولي ته یې د یاد ریاست د نوي رئیس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله.

همداراز په یاده غونډه کې د بامیانو ولایت د ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالخالق طلحه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړې: اسلامي نظام د شهیدانو او معلولینو په ډیرو قربانېو رامنځته شوی او موږ ټول باید اسلامي امارت سره اخلاص وکړو.

نوموړي تغییر او تبدیلي په حکومتولۍ کې یو اصل وباله او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل تر څو خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سرته ورسوي، هغه همدا راز د یاد ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو له نوي ټاکل شوي رئیس سره د رسمي چارو په ترسره کولو کې پوره همکاري وکړي.

همداراز د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی او د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د بامیانو ولايت د والي محترم عبدالله سرحدي سره جلا لیدنه وکړه؛

په دې لیدنه کې د بامیانو ولایت والي محترم عبدالله سرحدي د اسلامي امارت د مشرانو اطاعت یو اصل یاد کړ او د شهيدانو او معلولینو چارو رياست، نوي رئيس ته یې په چارو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړه.

په یاده کتنه کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت دبشري سرچينو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د بامیانو ولایت والي څخه وغوښتل تر څو د یتیمانو، کونډو او معلولینو  ستونزو ته د رسیدنې په موخه د یاد رياست سره همکاري وکړي.

نوموړي همداراز د یتیمانو او معلولینو د حمایوي صندوق سره د مرستو د جلب په برخه کې هم د ياد ولايت والي څخه د همکارې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د بامیانو ولایت والي محترم عبدالله سرحدي ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو رياست سره به هر اړخیزه همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۷
Background image

فعالیت ها و کارکردهای ریاست امور شهداء و معلولین ولایت نیمروز مورد بررسی همه جانبه قرار گرفت

هیئت ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تحت سرپرستی محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی  را که محترم محمد یاسین ادیب و محترم امید رحمانی کارمندان آن ریاست همراهی می. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۴
Background image

امضای تفاهمنامۀ همکاری میان وزارت امور شهداء و معلولین و مؤسسه خیریه (ZFA)

وزارت امور شهداء و معلولین در راستای خودکفایی اقتصادی خانواده های ایتام و افراد دارای معلولیت، تفاهمنامۀ را به ارزش مجموعی (۴۹) هزار و (۷۰۰) دالر با مؤسسه خیریه (ZFA) امضاء نمود، که بر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳
Background image

رئیس جدید ریاست امور شهداء و معلولین ولایت هرات به کارمندان رسماً معرفی گردید

بر اساس حکم مقام عالی ریاست ‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان و به پیشنهاد و لزوم مقام محترم وزارت امور شهداء و معلولین، محترم مولوی میر احمد منیر به‌ عنوان رئیس جدید ریاست امور شهداء و. . .

BACK TO NEWS