د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، پکتیکا ولایت ته یې سفر وکړ، د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه يې هر اړخیزه ارزونه وکړه.
محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دعوت او ارشاد ریاست د ایجاد او د ترسره شویو فعالیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دې ریاست د ایجاد اساسي موخه د کارکوونکو د دیني پوهاوي لوړول او د اسلامي شریعت له احکامو او ارزښتونو سره سم د هغوی د سیرت او صورت د اصلاح لپاره د زمینې برابرول دي.
نوموړي وویل چې د دعوت او ارشاد ریاست په تېرو څو کلونو کې د یادو موخو د ښه تحقق په برخه کې لازمې او اغېزمنې هڅې کړې او د کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه یې بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي دي.
ورپسې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په کاري چاپېریال کې د دیني او اسلامي ارزښتونو د رعایت پر اهمیت خبرې وکړې او د شرعي احکامو سره سم یې د اداري چارو په ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي وویل، د اداري چارو د لا ښه او اغېزمن پرمخ وړلو لپاره اړینه ده چې په ټولو کاري برخو کې اسلامي اصول او ارزښتونه رعایت او شرعي امورو ته لومړیتوب ورکړل شي.
همداراز د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د الهي نعمتونو د شکر اداء کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې الله تعالی جل جلاله د افغانستان خلکو ته ستر نعمت ور په برخه کړی او د دې اسلامي نظام لپاره یې یو مشفق او مهربانه رهبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشر حفظه الله تعالی یوازې د خلکو د دنیايي چارو غمخوري نه کوي، بلکې د هغوی د اخروي چارو په اړه هم پاملرنه لري.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج، د وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې یاد ریاست به د دعوت او ارشاد د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
