د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی سيمينار پای ته ورسېد

asad_admin
Sat, Sep 05 2026 11:44 AM

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ټولو ولسوالیو مدیرانو لپاره د پلان جوړونې، څارنې او ارزونې، د یتیمانو او معلولینو د تثبیت او ثبت او اداري مراسلاتو په برخو کې څلور ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شوی وو، چې د يادو مهارتونو له تدریس وروسته په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د یاد سیمینار موخه د کارکوونکو د مسلکي او اداري وړتیاوو لوړول، د ورځنیو چارو لا ښه تنظیم او د مراجعینو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کول وو.

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس د سیمینار په پای کې له ګډونوالو وغوښتل چې د زده کړل شویو مهارتونو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې په بشپړه توګه ګټه واخلي، له مراجعینو سره ښه چلند وکړي، سپارل شوي مسؤلیتونه په صداقت ترسره کړي، د بیت‌المال شتمنۍ په سمه توګه وساتي او د چارو د  اغېزمنتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS