د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی سيمينار پای ته ورسېد
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ټولو ولسوالیو مدیرانو لپاره د پلان جوړونې، څارنې او ارزونې، د یتیمانو او معلولینو د تثبیت او ثبت او اداري مراسلاتو په برخو کې څلور ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شوی وو، چې د يادو مهارتونو له تدریس وروسته په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د یاد سیمینار موخه د کارکوونکو د مسلکي او اداري وړتیاوو لوړول، د ورځنیو چارو لا ښه تنظیم او د مراجعینو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کول وو.
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حقشناس د سیمینار په پای کې له ګډونوالو وغوښتل چې د زده کړل شویو مهارتونو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې په بشپړه توګه ګټه واخلي، له مراجعینو سره ښه چلند وکړي، سپارل شوي مسؤلیتونه په صداقت ترسره کړي، د بیتالمال شتمنۍ په سمه توګه وساتي او د چارو د اغېزمنتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
