په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور اړین خوراکي توکي شامل وو، په عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله حقاني د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو یې قدرداني وکړه چې د دې اړمن قشر لاسنیوی او ملاتړ یې کړی دی.
