په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال، د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد طاهر آغا یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ملاتړ لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي، ترڅو د ژوند اساسي اړتیاوې په اسانه توګه پوره کړي.
