د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي د هېواد په پنځه ولايتونو کې د معلولینو سره نغدي مرستې ترسره کړې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني او د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله حقاني یې ملتيا کوله، په هلمند، کندهار، فراه، غزني او بادغیس ولایتونو کې له هغو معلولینو سره له نږدې وکتل چې د خپل بدن دوه یا له دوو څخه زیات غړي یې له لاسه ورکړي وو. د لیدنو پر مهال د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدل شوې او ورسره یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره شوې.
په ټولیز ډول يادې نغدي مرستې پر (۳۳) تنو مستحقو معلولینو باندې ووېشل شوې چې (۱۷) تنه په هلمند، (۱۱) تنه په کندهار، (۲) تنه په فراه، (۲) تنه په غزني او يو تن په بادغیس کې له دغو مرستو څخه برخمن شول.
