د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي د هېواد په پنځه ولايتونو کې د معلولینو سره نغدي مرستې ترسره کړې

asad_admin
Sun, Nov 23 2025 9:51 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم‌ الله افغان په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني او د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله حقاني یې ملتيا کوله، په هلمند، کندهار، فراه، غزني او بادغیس ولایتونو کې له هغو معلولینو سره له نږدې وکتل چې د خپل بدن دوه یا له دوو څخه زیات غړي یې له لاسه ورکړي وو. د لیدنو پر مهال د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدل شوې او ورسره یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره شوې.

په ټولیز ډول يادې نغدي مرستې پر (۳۳) تنو مستحقو معلولینو باندې ووېشل شوې چې (۱۷) تنه په هلمند، (۱۱) تنه په کندهار، (۲) تنه په فراه، (۲) تنه په غزني او يو تن په بادغیس کې له دغو مرستو څخه برخمن شول.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS