د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

asad_admin
Tue, Nov 18 2025 9:21 AM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي نورالحق حقاني د څارنې او ارزونې ریاست د نوي رئیس په توګه، د شهیدانو او  معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې يې رسماْ پيل کړې.

د څارنې او ارزونې ریاست د نوي رئيس په معرفي غونډه کې، د شهیدانو او  معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي او د یاد ریاست کارکوونکو شتون درلود.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په نظام کې بدلون او تبديل يوه مهمه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې دا بدلونونه د رهبرۍ د لزوم دید او اړتیا له مخې ترسره کېږي او موخه یې د نظام پياوړتيا او د کارونو ښه والی دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د محترم مولوي نورالحق حقاني له تېرو کړنو ستاينه وکړه او د هغه هڅې يې اغېزمنې وبللې او کارکوونکو ته يې سپارښتنه وکړه چې ورسپارل شوې دندې باید په اخلاص، همغږۍ او پوره ژمنتیا سره ترسره کړي.

محترم شيخ صاحب د يتيمانو، کونډو او معلولينو خدمت يو ستر مسؤلیت وباله او زياته يې کړه: موږ د يو داسې قشر خدمت ته مسؤل يو چې خورا اړمن دي، او د دې خلکو د خير دعاګانې د ټولو کارکوونکو او ادارې لپاره ستر نعمت ګڼل کېږي او باید بشپړه هڅه وکړو چې د دوی له خير دعاګانو څخه برخمن شو.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د څارنې او ارزونې له نوي رئيس څخه وغوښتل چې پر وخت پابند او خپلې دندې په دقت سره ترسره کړي. او یادونه یې وکړه چې ټول مسؤلين د الله تعالی جل جلاله په وړاندې په يو ستر امتحان کې واقع دي، نو اړينه ده چې هر څوک خپلې ورسپارل شوې دندې په دقت او اخلاص سره سرته ورسوي، تر څو هم د الله تعالی جل جلاله رضا ترلاسه شي او هم خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS