د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوی چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امینی یې ملتیا کوله، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.
د دې بررسي اصلي موخه د ۱۴۰۳ کال د بودیجې د مصرف د څرنګوالي معلومول، د مخکیني پلاوي سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوو وپیژندل وو.
یاد پلاوی به د خپلو موندنو بشپړ راپور د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي