د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد فاروق ځلاند او محترم محمد شفیق شېرزاد یې ملتیا کوله، بغلان ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې وارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.