د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره نوی رئيس د محترم مولوي کليم الله افغان له لوري کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

asad_admin
Sat, Jun 14 2025 10:27 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس محترم مولوي فضل الدین د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نوي رئيس په توګه او محترم ملا عبدالرحمن فهيم په همدې رياست کې د نوي آمر په توګه د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کليم الله افغان له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کارکوونکو ته په رسمي توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست کې جوړ شوي وو، په کې د شهیدانو او معلولینو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مقام ولایت د کارکوونکو چارو آمر او یو شمېر ولایتي مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د مالي او اداري چارو عمومی رئیس  محترم مولوي کلیم‌الله افغان د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو تثبیت او ثبت او همدارنګه هغوی ته د وزارت د منظور شوې طرحې‌ سره سم د میاشتنیو نغدي مرستو ورکول د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اساسي او کلیدي مسؤلیتونو څخه وبلل.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د زابل ولایت له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو له نوي رئیس سره په بشپړه او مؤثره توګه همکاري وکړي، ترڅو سپارل شوې چارې په ښه ډول ترسره شي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.

همدارنګه د زابل ولایت مقام د کارکوونکو چارو آمر د شهیدانو او معلولینو ریاست نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو‌ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام لکه د تېر په شان خپلو همکاريو ته دوام ورکوي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته يې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې‌ بشپړ چمتووالى وښود.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي فضل‌الدین مخکې له دې د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو د چارو آمر په توګه دنده تر سره کوله.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS