د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو چمتو کولو په موخه د انساني مرستو مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د انساني مرستو مؤسسې مسؤل محترم نصرالله شینواري ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې، د کابل ولایت اړوند (۹۷۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې په مبارکې میاشت کې اته (۸) ډوله خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، د دې پروژې مجموعي لګښت (۴۱) زره او (۷۷۲) امریکایي ډالر کېږي، د وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ به تطبیق کړل شي.