د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۱۸) تنو کارکوونکو څخه د یوې روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت اړوند (۱۸) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه یو میاشت وړاندې د کمپیوټر د ورډ پروګرام تدریس پېل شوی وو، چې نن د یو پروګرام په ترڅ کې د هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې د اخیستلو پر مهال د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد او ځینو نورو کارکوونکو ګډون درلود.