په زابل ولايت کې (۲۴۰) تنو یتیمانو باندې د ژمنېو توکو مرستې ووېشل شوې

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت اړوند په عمر بن خطاب رضي الله عنه دارالایتام کې پر (۲۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ژمنۍ البسه او قرطاسیه باب ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست استازي، د خیریه مؤسسې ولايتي مسؤل محترم اسد الله علیزي او د عمر بن خطاب رضي الله عنه دارالایتام ناظم محترم مولوي احسان الله منور هم حضور درلود.
مولوي احسان الله منور د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ملاتړ څخه مننه وکړه او د لا زياتې پاملرنې هیله یې څرګنده کړه.