د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

په يادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وريجې او يو شمېر نور توکي شامل وو، د شهيدانو او معلولينو وزارت په همغږۍ د (HHRD) خيريه موسسې له خوا پر (٢٠٠) تنو مستحقو يتيمانو باندې په شفاف ډول ووېشل شول.
د مرستو د وېشلو پر مهال د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د څارنې او ارزونې ریاست او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست استازو او همداراز د مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په دې وزارت کې ورته مرستې وېشل شوې وې.