د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرام پیل کړ

nasrat_admin
Thu, Dec 22 2022 2:43 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بیوزلو یتیمانواو معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کمپیوټر او برښنایي وسایلو د ترمیم په برخه کې څلور میاشتنې روزنیز پروګرام پیل کړل.

د دې روزنیز پروګرام  په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس قاري محمد امین درویش، د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو د پالنې مرکز رئیس ملا صدو آخند، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني او د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش او ځینو نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

په دې غونډه  کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، دا ډول حرفوي پروګرامونه د معلولینو او یتیمانو لپاره مهم وبلل او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل تر څو یاد روزنیز پروګرام په زده کړه کې له دقت او غور څخه کار واخلي.

نوموړي د یاد وزارت د لاسته راوړنو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې دمه (۵۰۰۰۰۰)  پنځه لکو څخه زیات معلولین، یتیمان او کونډې ثبت کړې دي چې د هغوي له جملې څخه نږدې (۳۵۰۰۰۰) درې لکه او پنځوس زره یتیمان، کونډې او معلولین له خپلو میاشتنیو مرستو څخه برخمن شوي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له معلولینو، کونډو او یتیمانو سره د میاشتنیو مرستو د ورکړې په بهیر کې ټول اړخونه په پام کې نیولي او د دغه وزارت له منظور شوې طرحې سره سم هغوی ته میاشتنۍ مرستې ورکړل شوي دي چې په دې ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له خپلې بوديجې نه نيم ميليارده افغانۍ لګولې دي.

ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د خپلو خبرو په ترڅ کې معلولينو او يتيمانو ته د بايومټريک پروسې او هغوى ته د هویت کارټونو د ورکړې يادونه هم وکړه.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود د دغه ډول روزنیز پروګرامونو جوړول د معلولینو او یتیمانو لپاره ګټور وبلل او د دغه پروګرام له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له حرفوي زده کړو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي تر څو د دوی اقتصادي ستونزې او ننګونې حل کړای شي. نوموړي همداراز د یاد روزنیز پروګرام ګډونوال وهڅول تر څو له خپلو استعدادونو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش هم د حرفوي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي هوساینې لپاره باید د حرفوي زده کړو لا زیاته زمینه برابره شي تر څو یتیمان او معلولیت لرونکي وګړي په مالي برخه کې په ځان بسیا شي.

د دغه پروګرام په ترڅ کې د دارالافتاء و القضأ کارپوه مفتي عزت الله امان وویل چې د دا ډول پروګرامونو ترسره کول د معلولینو او یتیمانو لپاره ګټور دي او د یادو برخو زده کوونکي یې وهڅول چې په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په دې غونډه کې  د حرفوي زده کړو آمر انجینر خالد فاروقي د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: په ۱۴۰۱ کال کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا شپږ روزنیزې حرفې په پام کې نیول شوې وې چې له هغې جملې څخه یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زدکړو په موخه د (خیاطي، مبایل ترمیم، کمپیوټر او برښنایي وسایلو د ترمیم) په څلورو برخو کې فعالیت پیل کړل شو، او په پام کې ده چې د دو نورو حرفو د زدکړو زمینه به هم برابره شي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د حرفوي زدکړو د پروګرام په پای کې به فارغ شوي کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS