د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په سرپل ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Sat, Nov 26 2022 8:48 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یو با صلاحیته پلاوي په مشرۍ په سرپل ولایت کې د نوموړي وزارت له اړوند ریاست له فعالیتونو او کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د خپل سفر اصلي موخه په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو حل وباله.

د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کوڼدو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو او آسانتیاوو وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې ځان مسؤل بولي.

 

همدارنګه ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني زیاتوي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تیرې ادارې یتیمانو او معلولینو، ملکي یتیمانو او معلولینو  او همدارنګه د اسلامي امارت یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته له توپیر پرته هغوی ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دې.

د نوموړي پر وینا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې تر اوسه پورې  (550000) پنځه لکه او پنځوس زره معلولیت لرونکي وګړي، کونډې او یتیمان ثبت کړي چې په هغې جملې کې (150000) معلولیت لرونکي وګړي شامل دي د نوموړي پر وینا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې مهاله نږدې اتیا سلنه معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د روان کال  میاشتنې نغدي مرستې هم ورکړل شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او په ترکیب کې یې د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق شامل دي.

د یادولو وړ دی چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د بغلان، سمنګان، بلخ او جوزجان  ولایتونو  د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو کړنې  او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه ارزولې دي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS