په پکتیا ولایت کې پر جګړه ځپلو کورنېو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

پر (۷) جګړه ځپلو کورنېو باندې په پکتیا ولایت کې د کمک موسسې لخوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې، په یادو مرستو کې چې( اوړه، غوړي، وریجې، دال نخود، لوبیا، بوره، چاې،مالګه، صابون، شامپو، دکالیو مینځلو پوډر او د لوښو مینځلو مایع) شاملې وې، د کمک موسسې لخوا د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږې پر مستحقو کسانو وویشل شوې.
د یادونې وړ ده چې د مرستو دغه کڅوړې د هرې کورنې د غړو د شمېر پر اساس ویشل شوي دي.