د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کابل کې د ایران سفیر له مرستیال سره وکتل

farahmand_admin
Sat, Apr 23 2022 9:25 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم حقاني  په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ د ښو تاریخي اړیکو یادونه وکړه. همداراز هغه په دې هېواد کې د وروستيو پېښو دغندلو ترڅنګ د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم حقاني وویل: په تیرو څلویښتو کلنو کې افغانانو ډیر څه له لاسه ورکړي او د  ښاغلي مرتضوي څخه یې  وغوښتل چي  د دغه  مظلوم قشر  (د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو) د ستونزو غږ د ایران د اسلامي جمهوریت له خیریه بنسټونو سره شریک کړي، تر څو له دغه جګړه ځپلي قشرسره لازمې مرستې وشي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال  ښاغلي سید حسن مرتضوي هم د دې هېواد له خلکو سره د ایران د خلکو د خیریه موسسو د مرستو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS