دلغمان شهیدانو او معلولینو چارو امریت له لوري د شهیدانو او معلولینو بایومټریک سیستم فعال شوو

دلغمان شهیدانو او معلولینو چارو امریت له لوري د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د حقوقو په وخت ورکړې او شفافیت په موخه د بایومټریک سیستم فعال شوو.
ددغې پروسې پيل کې د لغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یارسربېره د ملي امنیت مرستیال ډګروال قدرت الله اماني او یو شمېر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.
د لغمان د شهیدانو او معلولینو د چارو امر بشیر احمد حق پال د معلوماتو له مخې چې د وزارت په لارښوونه نن د شهیدانو د کورنیو او معلولینو ته د حقوقو په وخت ورکړې او فساد مخنیوي په موخه د بایومټریک پروسه پیل کړه چې پرمهال به د شهیدانو وارثین او معلولین بایومټریک شي.
نوموړي وویل، له دې وړاندې د بېلا بېلو ادارو څخه ګډ جوړ شوي کمېسیون له لوري د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د اسنادو څېړنه ترسره شوې ده.
په ورته مهال د لغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار خوښي اوښوده چې د شهیدانو دکورنیو او معلولینو لپاره د حقوقو په وخت ورکړې او شفافیت په موخه دا پروسه پیل شوه.
هغه د شهیدانو او معلولینو چارو امریت ته لارښوونه وکړه چې د ټولو شهیدانو د کورنیو او معلولینو لپاره دې ورکړل شوي حقوق او امتیازات په وخت ورکړي.