د بادغيس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د بادغيس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د معرفي په دې غونډه کې د بادغيس ولايت د والي مرستيال محترم الحاج ملا غوث الدين افغان، د دې وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني او د فارياب ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج مولوي محمد نادر خالد حضور درلود.
د معرفي په دې غونډه کې محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني د مشرانو د اطاعت په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په نظام کې تغییر او تبدیل د مشرانو د لزوم دید له مخې د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو او اداري شفافيت په موخه ترسره کېږي او د مشرانو پرېکړو ته باید بشپړ درناوی ولرو ځکه چې د مشرانو په پرېکړو کې خیر او حکمت نغښتی وي.
ورپسې محترم الحاج مولوي غوث الدين افغان په دې معرفي غونډه کې وویل چې د شهيدانو وارثينو، معلولينو او نورو بېوزلو وګړو ته چې مرستې، لاسنيوي او ملاتړ ته اړتيا لري، پکارده چې د دوی د قربانيو قدرداني ترسره، غوره او پر وخت خدمتونه ورته وړاندې شي.
نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د پخواني رئیس کړنې او فعالیتونه وستایل او نوي رئیس ته یې د دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
