په کابل ولایت کې د (۴۰) فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هدایت سره سم، د خاصو شهیدانو چارو آمر محترم مولوي محمد اظهار چې د یاد آمریت د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهد الله میاخیل یې ملتیا کوله، په کابل ولایت کې د (۴۰) فدایانو کورونو ته ورغلل، د هغوی ستونزې او اړتیاوې له نږدې واوریدې او هرې کورنۍ سره یوه اندازه نغدي مرستې ترسره کړې.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوه میاشتو کې  د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې (۸) میلیونه (۶۴۰) زره افغانۍ د فدایانو کورنیو‌ باندې وېشل شوي او هرې مستحقې کورنۍ (۸۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز نړیوالې (MHI) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې سره د (۲۰) میلیونه، (۳۶۱) زره او (۷۰۵) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS