په کابل ولایت کې د (۴۰) فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هدایت سره سم، د خاصو شهیدانو چارو آمر محترم مولوي محمد اظهار چې د یاد آمریت د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهد الله میاخیل یې ملتیا کوله، په کابل ولایت کې د (۴۰) فدایانو کورونو ته ورغلل، د هغوی ستونزې او اړتیاوې له نږدې واوریدې او هرې کورنۍ سره یوه اندازه نغدي مرستې ترسره کړې.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوه میاشتو کې د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې (۸) میلیونه (۶۴۰) زره افغانۍ د فدایانو کورنیو باندې وېشل شوي او هرې مستحقې کورنۍ (۸۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړي دي.
