د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۰) تنو مستحقینو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۳۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې، د بېوزلۍ د کچې د کمولو او هغوی ته د دوامداره عاید سرچینو د برابرولو په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰) تنو یتیمانو او معلولینو زرنج موټرسايکلونه ووېشل.

د یادو مرستو موخه دا ده چې مستحق کسان وکولای شي د  کوچنیو کاروبارونو له لارې خپل ورځنی عاید زیات کړي او د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.

د دغو مرستو مستحق کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، کاپیسا، ميدان وردګ او لوګر ولایتونو څخه وو، چې د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو له ډلې انتخاب شوي وو.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د ټولنیزو خدمتونو رياست آمرينو محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې رياست استازو، د يادو ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو استازو او د خیريه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم په بغلان، کندز، تخار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې یتیمانو او معلولینو ته ورته مرستې ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د څه باندې څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نیکمرغه لوی اختر په مبارکو ورځو کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره د (۴) میلیونه او (۸۸۴) زره افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۱۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نداء الخیر مؤسسې ترمنځ د همکاری هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د نداء الخیر مؤسسې سره د (۲) لکه او (۵۲) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۸
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سرپل ولايت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت له والي محترم ملا احمدشاه دین دوست او راغلي پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې په سرپل. . .

BACK TO NEWS