د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه ‌یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لاسنیوی، ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرول دي.

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل، کندهار، غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې (۲۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره خوراکي توکي او ژمنۍ البسه چمتو او ووېشل شي.

 د دې پروژې ټولیز ارزښت چې (۷۵) زره او (۵۰۰) ډالره کېږي، د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال، محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې مؤسسې څخه د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره د شویو مرستو مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په برخه کې د مرستو لړۍ نوره هم پراخه کړي، تر څو د دې لارې د شهیدانو کورنۍ او معلولین اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS