د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه پلي کیدو په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لا ښه پلي کیدو په موخه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، دکارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رياست اړوند آمرینو هر یو محترم حافظ محمد اقبال او محترم مولوي علي احمد حضور درلود.

د دې غونډې په ترڅ کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لا ښه پلي کیدو پر اغېزمنو لارو چارو هر اړخیز بحث ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې په بشپړ او اغیزمن ډول د یاد قانون د عملي کولو په موخه ورته غونډې ترسره شوې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

په سمنګان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۳۰) کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۲۳۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په کې شپږ قلمه بېلابېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د نوي برېښنائي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخو روزنیز ورکشاپ پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو او د نوي برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو د برخو د مؤثر تطبیق په موخه روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه انسجام په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

BACK TO NEWS