د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو برخو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو واحدونو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت په دفتر کې، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب تر مشرۍ لاندې، د آفر پرانستنې پلاوي په حضور کې، د ټاکل شویو اصولو او معیارونو مطابق ترسره شوه.

د تدارکاتو آمریت د مخکېني اعلان له مخې، په شرایطو برابر شپږو شرکتونو د دې پروژې شرطنامې ترلاسه کړې وې او خپل آفرونه (وړاندیزونه) یې وړاندې کړل، د آفر پرانستنې ټول مراحل په شفاف، منظم او د تدارکاتو قانون او مقرراتو سره سم ترسره شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۵۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي د هېواد په پنځه ولايتونو کې د معلولینو سره نغدي مرستې ترسره کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم‌ الله افغان په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۷
Background image

په بغلان ولايت کې (۴۰۰) مستحقو کورنيو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د ژمي موسم په رانږدې کیدو سره د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي همکارۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۱
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۱۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندويه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، هر. . .

BACK TO NEWS