د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د تیلو چمتوکولو او تدارک په موخه د آفر پرانستنې غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پټرول او ډیزل تېلو د چمتوکولو او تدارک په موخه د آفر پرانیستنې غونډه، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب په مشرۍ او د آفر پرانیستنې پلاوي په شتون کې ترسره شوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت د مخکېني نشر شوي اعلان له مخې، دیارلس امارتي او خصوصي شرکتونو د وزارت د اړتیا وړ تېلو د چمتوکولو او تدارک شرطنامې ترلاسه کړې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS