د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند په یو لړ مهمو او اساسي موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې، همداراز د کاري بهیر د لاښه والي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو او د ستونزو او اړتیاوو د حل لپاره په مؤثره توګه د شته منابعو پر کارولو ټينګار وشو.