د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د اختر لپاره جامې، بوټان او ځینې توکي ترلاسه کړل. همداراز هر یتیم سره یوه اندازه نغدي مرسته ترسره شوه.

د مرستو د وېش پر مهال د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم محمد فاروق ځلاند، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي او د مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې یادې مؤسسې تېره ورځ هم په کاپيسا ولایت کې له (۲۰۰) تنو یتیمانو سره هم ورته مرستې ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۱۵
Background image

په سلګونو مستحقو کسانو باندې په کنړ ولايت کې د ژمنیو مرستو وېش

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د‌ شهیدانو کورنیو او معلوليت لرونکو وګړو د لاسنيوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له (۱۰) کارکوونکو څخه د زده کړه ئيز پروګرام له بشپړېدو وروسته، ازموینه واخیستل شوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لوري یوه میاشت وړاندې د دې وزارت د (۱۰) تنو کارکوونکو لپاره د کمپيوټر ورد پروګرام زده کړه ئيزه بهیر پیل کړی وو، چې د بشپړیدو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۳۳
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه والي په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

. . .

BACK TO NEWS